د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وایي، په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې یې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر زېرمتونونو او د ساحلي راډارونو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
سنټکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ایران د جون په ۲۵مه په هرمز تنګي کې پر یوې سنګاپورۍ باروړونکې بېړۍ د بېپیلوټه الوتکې برید کړی، چې د دوی په وینا له اوربند څخه سرغړونه او د نړۍ د دې مهمې سوداګریزې سمندري لارې د ازاد تګ راتګ پر وړاندې ګواښ بلل کېږي.
بل لور ته د ایران د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک ویلي، د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکایي پوځ ځینې اډې په نښه کړې دي.
سپاه پاسداران همداراز ادعا کړې، د تهران او واشنګټن ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ د څار او کنټرول واک له ایران سره دی.
دغه ځواک امریکا ته خبرداری ورکړی، که نوی برید ترسره کړي، نو ایران به یې لا پراخ او سخت ځواب ورکړي.


