جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهضمیر کابلوف: د شانګهای همکارۍ سازمان یو غړی هېواد د افغانستان د...

ضمیر کابلوف: د شانګهای همکارۍ سازمان یو غړی هېواد د افغانستان د ګډون مخالف دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، ویلي چې افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان په فعالیتونو کې د بشپړ ګډون فرصت نه لري، ځکه د دغه سازمان له غړو هېوادونو څخه یو یې د افغانستان د ورګډېدو مخالفت کوي.

کابلوف د روسیې ایزوستیا ورځپاڼې ته ویلي، افغانستان لا هم په رسمي ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د «ناظر» غړي حیثیت لري، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې په عملي ډول د سازمان په فعالیتونو کې ګډون تر ډېره محدود شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان بشپړ ګډون د سازمان د ټولو غړو هېوادونو اجماع ته اړتیا لري، خو تر اوسه داسې هوکړه نه ده رامنځته شوې.

کابلوف د هغه هېواد نوم نه دی اخیستی چې د افغانستان د ګډون مخالفت کوي، خو د راپور له مخې ځینو شنونکو اټکل کړی چې ښايي پاکستان د دې مخالفت تر شا وي.

راپور کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې د سرحدي شخړو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه د متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي.

کابلوف همداراز ویلي چې روسیه د افغانستان د ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د اسلامي امارت استازي به د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي.

د راپور په پای کې ویل شوي چې که څه هم د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې ګډ کار کوي، خو د اجماع پر بنسټ د دغه سازمان جوړښت اوس مهال د افغانستان د بشپړ ادغام او د غړو ترمنځ د اختلافاتو د حل وړتیا محدوده کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه