پاکستان د جمعې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې افغان ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د داعش اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د حقایقو د ارزونې مرکز په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان د دفاع وزارت څرګندونې ناسمې دي او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش پر مرکزونو د بریدونو ادعا حقیقت نه لري.
اعلامیه زیاتوي چې د داعش په ګډون د بېلابېلو وسلهوالو ډلو فعالیتونه د افغانستان په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې د واکمنو چارواکو تر کنټرول لاندې دي. د پاکستان په وینا، کابل د دغو ادعاوو له لارې هڅه کوي د ترهګرۍ اړوند تورونه له ځانه لرې کړي.
له دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي وو چې د هغو مرکزونو پر ضد یې عملیات کړي چې د افغانستان پر ضد د بریدونو د تنظیم او پلان جوړونې لپاره کارېدل.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت اړوند یوه بېپیلوټه الوتکه د خیبر ولسوالۍ د شینکو سیمې فضا ته ننوتې وه، چې د دوی په وینا ژر تشخیص او له منځه یوړل شوه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي امنیتي پېښو او د یو بل پر خاوره د وسلهوالو ډلو د شتون او ملاتړ د متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي.
د افغانستان د دفاع وزارت بیا ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هر ډول ګواښ ته مناسب ځواب ورکړي.


