جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان حکومت ډاکټر ماه نور ناصر د پرمختللې درملنې لپاره امریکا ته...

بلوچستان حکومت ډاکټر ماه نور ناصر د پرمختللې درملنې لپاره امریکا ته لېږدوي

د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې پر ډاکټرې ماه نور ناصر، چې د تېزاب‌شیندنې قرباني شوې، د لا پرمختللې درملنې لپاره یې امریکا ته ولېږي.

د وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي په لارښوونه، د وزیراعلیٰ دفتر اړوندو ادارو ته د بهرني درملنې لپاره رسمي لیک استولی دی. د وزیراعلیٰ سلاکار شاهد رند ویلي، ډاکټرې ماه نور ناصر اوس مهال د کراچۍ په آغا خان روغتون کې تر درملنې لاندې ده او دا بهیر به لا شاوخوا یوه اوونۍ دوام وکړي.

د هغه په وینا، له لومړنۍ درملنې وروسته به نوموړې د ځانګړې او پرمختللې درملنې لپاره امریکا ته واستول شي، او د دې چارې لپاره اړینې اداري چارې پیل شوې دي.

شاهد رند زیاته کړې چې د بلوچستان حکومت د اغېزمنې شوې ډاکټرې د درملنې لپاره د غوره روغتیايي اسانتیاوو برابرولو په موخه ټولې شته سرچینې کاروي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه