د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په احمدزیو سیمه کې د شنبې په سهار دوې پرلهپسې چاودنې شوې دي چې له امله یې اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، لومړۍ چاودنه د مراکه بیره پنګ سیمې ته نږدې هغه مهال وشوه چې د مسافرو یوه شخصي موټر د ریموټ کنټرول له لارې د ځای پر ځای شوي ماین هدف وګرځېد.
د لومړۍ چاودنې له رامنځته کېدو وروسته، سیمهییز اوسېدونکي د ژوبلو د ژغورنې او روغتون ته د لېږد لپاره راټول شوي وو چې په همدې وخت کې دوهمه چاودنه هم وشوه.
د بنو د پولیسو مشر یاسر افریدي ویلي، دوهمه چاودنه هغه مهال ترسره شوه چې خلک د لومړۍ پېښې له قربانیانو سره د مرستې هڅه کوله.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دواړو چاودنو کې ټولټال اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو او د ماینونو شنډولو ډلې سیمه کلابنده کړې او د شواهدو راټولولو او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
پولیس وایي، لومړنیو څېړنو ښودلې چې په دواړو چاودنو کې له کور جوړو چاودېدونکو توکو څخه کار اخیستل شوی دی.
بلخوا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر د پېښې راپور غوښتی او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. هغه اړوندو ادارو ته د ټپیانو د غوره درملنې لارښوونه هم کړې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت نه دی منلی او امنیتي ادارې د پېښې په اړه خپلې څېړنې روانې ساتي.


