شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه پاکستان کې ۸.۶ میلیونه ماشومان په کارګرۍ بوخت دي

په پاکستان کې ۸.۶ میلیونه ماشومان په کارګرۍ بوخت دي

د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د بشري حقونو ملي کمېسیون په ګډه په یوه تازه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې شاوخوا ۸.۶ میلیونه ماشومان په ماشومانو کارګرۍ بوخت دي، چې له دې ډلې ۶.۶ میلیونه یې په داسې خطرناکو کارونو کې کار کوي چې روغتیا، خوندیتوب او راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخامخوي.

د «پاکستان: د ماشومانو د کارګرۍ سروې ګانې، د عمل لپاره شواهد» تر سرلیک لاندې راپور د هغو شواهدو او معلوماتو وړاندې کولو لپاره خپور شوی چې د ماشومانو د ساتنې، زده‌کړو د پیاوړتیا او د هغوی د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د پالیسیو او پانګونو د ښه کولو زمینه برابروي.

د راپور د پرانېستې په مراسمو کې د ماشومانو د کارګرۍ د له منځه وړلو لپاره د یونیسف استازې امیران وویل، هر ماشوم د دې حق لري چې زده‌کړه وکړي، خوبونه ولري او د خپل راتلونکي لپاره ښه فرصتونه ومومي.

هغې د ماشومانو د کارګرۍ د بنسټیزو لاملونو د له منځه وړلو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید ټولو ماشومانو ته د استثمار او جبري کار له کړاوونو پاک ماشومتوب برابر شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه