شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه جنوبي وزیرستان کې د پولیسو د یوه مشر په ګډون شپږ...

په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو د یوه مشر په ګډون شپږ سرتېري، تښتول شوي

د جنوبي وزیرستان د سراروغه سیمې د پولیسو د یوې سرچینې په وینا، د سراروغه د پولیسو د مرکز مسؤل (اېس اېچ او) احمد شاه محسود او پنځه نور پولیس سرتېري په یوه پېښه کې تري تم شوي او د هغوی د تښتول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پولیسو ویاند شعیب محسود ویلي، یاد پولیس له بم شنډولو ډلې سره د یوې شکمنې چاودېدونکې وسیلې د شنډولو لپاره سیمې ته تللي وو.

نوموړي زیاته کړه چې د راستنېدو پر مهال د بنګه‌واله په سیمه کې ورسره اړیکه پرې شوې او وروسته د هغوی د تښتول کېدو معلومات ترلاسه شول.

د پولیسو د ویاند په وینا، د پولیسو او امنیتي ځواکونو ګډو عملیاتو د دغو کسانو د موندلو او ژغورلو لپاره پیل شوي دي. چارواکي وایي چې د پېښې د حساسیت له امله نور جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه