جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد هرمز تنګي د تګ راتګ له عادي کېدو سره د تېلو...

د هرمز تنګي د تګ راتګ له عادي کېدو سره د تېلو نړیوالې بیې نوري هم راټیټې شوې

د نړۍوالو بازارونو تازه معلومات ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د خامو تېلو په بیو کې کموالی راغلی دی. شنونکي وايي، د هرمز تنګي له لارې د تېل‌وړونکو بېړیو او ټانکرونو د تګ راتګ بېرته عادي کېدل د انرژۍ بازارونو اندېښنې کمې کړې دي، چې له امله یې د تېلو پر بیو فشار راغلی دی.

د راپورونو له مخې، د برېنټ خامو تېلو بیه شاوخوا نیم سلنه راکمه شوې او د هر بېرل بیه ۷۳ اعشاریه ۳۴ ډالرو ته رسېدلې ده. دا کچه نږدې هغه حد ته رسېدلې چې د سیمې د وروستیو کړکېچونو له رامنځته کېدو مخکې موجوده وه.

ورته مهال، د لوېدیځ ټېکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو تېلو بیه هم کمه شوې ده. د دغو تېلو د هر بېرل بیه ۰.۳۸ سلنه راټیټه شوې او ۷۰ ډالرو او ۷ سنټو ته رسېدلې ده.

اقتصادي کارپوهان باور لري چې د هرمز تنګي د تګ راتګ د عادي کېدو او د اکمالاتي لارو د خوندي پاتې کېدو له امله د انرژۍ بازارونه د پخوا په پرتله ارام شوي، چې د تېلو په نړیوالو بیو کې یې د کمښت زمینه برابره کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه