جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍرویټرز: وینزویلا کې زورورو زلزلو پراخ ویجاړی رامنځته کړی، د ګڼو مرګ‌ژوبلو...

رویټرز: وینزویلا کې زورورو زلزلو پراخ ویجاړی رامنځته کړی، د ګڼو مرګ‌ژوبلو وېره شته

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د وینزویلا پلازمېنې کاراکاس لوېدیځ ته د چهارشنبې په ورځ دوو زورورو زلزلو سخت ټکانونه ورکړي چې له امله یې په بېلابېلو سیمو کې پراخ زیانونه اوښتي، ګڼې ودانۍ نړېدلې او د مرګ‌ژوبلو د لوړې کچې اندېښنې راپورته شوې دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې (USGS) ویلي، لومړۍ زلزله د ریښتر په کچه ۷٫۲ او تر هغې لږه شېبه وروسته دویمه زلزله د ۷٫۵ درجې ثبت شوې ده. د ادارې د لومړنیو ارزونو له مخې، دا ناورین ښايي د لسګونو زرو کسانو د مرګ او ټپي کېدو لامل شي او د هېواد په پراخو سیمو کې لوی زیانونه واړوي.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د بیړني حالت د اعلان او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه د بیارغونې لپاره د مرستو د غوښتنې خبر ورکړی دی. هغې ویلي، حکومت د زیانونو د ارزونې او د ژغورنې د عملیاتو د چټکتیا لپاره ټولې شته سرچینې بسیج کړې دي.

چارواکي وایي، د هېواد په ګڼو سیمو کې د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي او د کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو د راایستلو هڅې دوام لري. د زلزلې له امله د استوګنې ودانیو، عامه تاسیساتو او نورو بنسټیزو جوړښتونو د سخت زیان راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د روغتیايي ادارو او بیړنیو خدماتو مرکزونه د ټپیانو د درملنې لپاره د بېړني چمتووالي په حالت کې دي، په داسې حال کې چې چارواکي د زیانونو د بشپړ ارزونې تر بشپړېدو پورې د مرګ‌ژوبلو د کره شمېر له اعلانولو ډډه کوي.

د زلزلې له کبله د هېواد په ځینو برخو کې د ترانسپورټ، مخابراتو او نورو عامه خدمتونو په فعالیتونو هم اغېز شوی او چارواکي هڅه کوي چې ژر تر ژره عادي حالت بېرته ورغوي.

د امریکا د سونامي د خبرداري مرکز تر زلزلې وروسته د سونامي احتمالي ګواښ اعلان کړی و، خو وروسته یې دا خبرداری بېرته لغوه کړ.

وینزویلا د هغو سیمو له ډلې ده چې د ځمکې د ټکتونیکي تختو د فعالو خوځښتونو له امله د زلزلو له خطر سره مخ ګڼل کېږي، او کارپوهان خبرداری ورکوي چې ښايي د دغو زورورو زلزلو وروسته نور ټکانونه هم احساس شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه