راپور: داود جبارخیل
د پېښور د ګهنټه ګهر بازار په پخوانیو بالاخانو کې د بینډ ګروپونو دود له لسیزو راهیسې روان دی. خلک وایي، له ماشومتوبه یې دا صحنې لیدلې دي چې له دې ځایونو څخه د موسیقۍ د تمرین غږونه اورېدل کېږي او د بازار فضا یې ځانګړې کړې وي.
کله چې څوک له دې سیمې تېرېږي، د کومې خوږې دندې یا نغمې د تمرین اوازونه د بازار له شور سره یو ځای یو ځانګړی رنګ جوړوي.
په پېښور کې دغه بینډ ګروپونه له څو لسیزو راهیسې د واده مراسمو او خوښیو ته د موسیقۍ رنګ ورکوي او د سیمې د کلتوري دود یوه برخه ګڼل کېږي.
که څه هم د وخت په تېرېدو د موسیقۍ بڼې بدلې شوې دي، خو د ګهنټه ګهر د بینډونو دود لا هم د پېښور د تاریخي بازارونو له یادګارونو څخه شمېرل کېږي.


