جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزیارتوال: د بلوچستان په بودیجه کې ګڼې نیمګړتیاوې او قانوني ستونزې شته

زیارتوال: د بلوچستان په بودیجه کې ګڼې نیمګړتیاوې او قانوني ستونزې شته

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال د بلوچستان د اضافي بوديجې په اړه په خپل غبرګون کې ویلي، چې د روان مالي کال په بودیجه کې ګڼې نیمګړتیاوې او قانوني ستونزې موجودې دي.

هغه ویلي چې د تېر مالي کال په پرتله پرمختیايي بودیجه ۴۳ میلیارده روپۍ کمه شوې، خو بیا هم ۴۵ میلیارده روپۍ اضافي بوديجه ښودل شوې دي. د نوموړي په وینا، د دغو پیسو د لګښت او پلان په اړه روښانه تګلاره نه ده وړاندې شوې او د بودیجې په ارقامو کې هم د لسګونو میلیارده روپیو د توپیر په اړه وضاحت نشته.

زیارتوال ادعا کړې چې د «بلوچستان ځانګړو پرمختیايي لومړیتوبونو» تر سرلیک لاندې ۴۰ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي، چې د ده په خبره له قانوني او بودیجوي اصولو سره سمون نه لري.

هغه زیاته کړې چې په بودیجه کې د ټولنیزو او تولیدي سکتورونو د پراختیا لپاره ځانګړې شوې پیسې د غیر پرمختیايي لګښتونو ترڅنګ یوځای ښودل شوې دي، چې له امله یې د بېلابېلو ادارو لپاره د ځانګړې شوې بودیجې اصلي انځور نه څرګندیږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه مشر ویلي چې د کرنې، صنعت، مالدارۍ، ځنګلونو، کانونو، کب نیونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په څېر تولیدي برخو ته د پرمختیايي بودیجې ډېره کمه برخه ځانګړې شوې ده. نوموړي همداراز د تعلیم او روغتیا برخو ته د پاملرنې د کموالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې په صوبه کې لا هم د زده کړو کچه ټیټه ده او ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو محروم دي.

عبدالرحیم زیارتوال د اوبو د مدیریت موضوع هم مهمه بللې او ویلي یې دي چې بلوچستان د اوبو له کمښت سره مخ سیمه ده، خو د اوبو د زېرمه کولو او اوبو لګولو لپاره په بودیجه کې د پام وړ پروژې نه تر سترګو کېږي. د ده په وینا، د اوبو د سرچینو نه مدیریت کولی شي په راتلونکي کې د خلکو د کډوالۍ لامل شي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د بودیجې نورې احتمالي نیمګړتیاوې به هم په راتلونکو ورځو کې څرګندې شي. هغه ویلي چې ګوند یې د اضافي بودیجه د پیسو د ټولنیزو او پرمختیايي پروژو لپاره د کارولو غوښتنه کوي او که د دوی اندېښنو ته پام ونه شي، نو قانوني او سیاسي لارې به خپلې کړي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه