د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای او د هوکړې له رامنځته کېدو وروسته نړۍ پاکستان د یوه مسؤل منځګړي او د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو کوونکي هېواد په توګه ګوري.
نوموړي د پاکستان پارلمان ته په وینا کې ویلي، څو کاله وړاندې پاکستان له ډیپلوماټیکې انزوا سره مخ هېواد بلل کېده، خو اوس دا انګېرنه بدله شوې او د سولې، خبرو اترو او شخړو د حل په برخه کې د پاکستان رول په نړیواله کچه ستایل کېږي.
اسحاق ډار ادعا کړې چې د پاکستان د هڅو له امله د امریکا او ایران ترمنځ له ۴۷ کلونو وروسته مستقیمې خبرې اترې ممکنې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هم ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو پرمختګونو کې د پاکستان رول د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو شریکانو له لوري مثبت ارزول شوی دی.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د قطر په همکارۍ د امریکا او ایران ترمنځ د لوړې کچې لومړنیو اړیکو او ورپسې د خبرو اترو د ترسره کېدو لپاره د اسانتیا برابرونکي رول لوبولی دی.
د پاکستان چارواکي وایي، ډیپلوماسي او خبرې اترې د نړیوالو شخړو د سولهییز او دوامدار حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده او وروستیو پرمختګونو د پاکستان نړیوال اعتبار لا پیاوړی کړی دی.


