چهارشنبه, جون 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلجیم د افغانستان واکمن حکومت پنځه کسیز پلاوي ته محدودې ویزې ورکړې

بلجیم د افغانستان واکمن حکومت پنځه کسیز پلاوي ته محدودې ویزې ورکړې

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان واکمن حکومت یوه پنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې په یوه ناسته کې د ګډون لپاره محدودې ویزې صادرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یادې ویزې یوازې د بلجیم په قلمرو کې د یوې ورځې لپاره اعتبار لري. د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د امنیتي دلایلو له امله د سفر کره نېټه نه‌اعلانېږي.

د راپورونو له مخې، د پلاوي مشري د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي او ټاکل شوې چې د جون پر ۲۳مه نېټه په اروپايي ټولنه پورې اړوند ناسته کې ګډون وکړي.

ویل کېږي چې دغو پنځو استازو ته د اروپايي ټولنې له لوري د جوړېدونکې غونډې د ګډون په موخه ویزې ورکړل شوې دي.

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې لومړی ځل بلل کېږي چې د اروپايي ټولنې په کچه د اسلامي امارت د استازو کوربه‌توب کېږي. اروپايي ټولنې تر اوسه د اسلامي امارت حکومت په رسمي ډول نه دی په رسمیت پېژندلی، خو په بېلابېلو برخو کې یې له افغان چارواکو سره تخنیکي او دیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه