د پاکستان د ملي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي د وینا په ځواب کې ویلي، چې هغه به په پارلمان کې د پاکستان، پوځ او عدلیې پر ضد خبرو ته اجازه ورنه کړي.
ایاز صادق د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وویل، محمود خان اڅکزي پر ده د اساسي قانون د سپکاوي تور پورې کړی، خو باید روښانه کړي چې نوموړي کله او څنګه د اساسي قانون سرغړونه کړې ده.
هغه زیاته کړه، که د پارلمان غړي د غونډې دننه هغه ډول خبرې وکړي چې د پارلمان له بهر یې کوي، نو د اسمبلۍ د اصولو له مخې به ورته اجازه ورنه کړل شي. د نوموړي په وینا، اڅکزي ویلي وو چې له هر کور څخه به یو کس راټول او ځواک به جوړ کړي، او افغانستان ته به د پاکستان پر ځای لومړیتوب ورکړي.
سپیکر وویل، که د داسې څرګندونو مخنیوی د اساسي قانون ماتول بلل کېږي، نو دی به بیا هم د پاکستان د ملي ګټو د دفاع لپاره خپل دریځ وساتي.
ایاز صادق همداراز وویل، چې په پارلمان کې به د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو او قضايي ادارو پر ضد خبرو ته اجازه ورنه کړي. هغه زیاته کړه چې محمود خان اڅکزي په تېرو کې اوږدې ویناوې کړې دي او هغه مهال یې پارلمان غیرقانوني نه باله.
نوموړي اڅکزي ته په خطاب کې وویل چې په پارلماني کمېټو کې ګډون نه کوي او ځینې څوکۍ یې خپله پرېښې دي. د ده په وینا، د پاکستان د ګټو او ملي مسایلو پر سر به ټول سیاسي ځواکونه یو موټی او متحد پاتې کېږي.
دا څرګندونې د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د لفظي بحثونو په ترڅ کې شوې دي.


