جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کډوالو نړیواله ورځ: د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د کډوالو...

د کډوالو نړیواله ورځ: د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د کډوالو د حقونو د خونديتوب غوښتنه وکړه

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون (HRCP) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې هېڅوک په خپله خوښه کډوال نه کېږي، بلکې جګړې، ځورونې، تاوتریخوالي او ناامنۍ خلک اړ باسي چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

کمېسیون په خپل بیان کې ټینګار کړی چې د خونديتوب غوښتل د هر انسان بنسټیز حق دی او کډوال باید له درناوي سره چلند ورسره وشي، له تبعیضه خوندي وساتل شي او داسې حقونه او فرصتونه ورته برابر شي چې وکولای شي خپل ژوند بېرته ورغوي.

د بشري حقونو کمېسیون زیاته کړې چې پاکستان باید د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او د هغه د ۱۹۶۷ کال پروتوکول لاسلیک کړي. همدارنګه یې غوښتنه کړې چې د بشري اصولو له مخې د «جبري ستنولو د منع» (Non-Refoulement) اصل ته درناوی وشي، څو هېڅ کډوال په زور خپل اصلي هېواد ته ونه لېږل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه