پاکستان کې د پېژندپاڼو او ثبت ادارې (نادرا) د پېښور عالي محکمې ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي چې له ۲۶ زرو څخه زیات کسان د افغان کډوالو د ثبت کارتونو د لغوه کولو غوښتنې کړې دي. د راپور له مخې، د دغو ډېری غوښتونکو ادعا کړې چې دوی د پاکستان اصلي وګړي دي، خو په تېرو کلونو کې یې د بېلابېلو لاملونو له امله د افغان کډوالو کارتونه ترلاسه کړي وو او اوس غواړي لغوه یې کړي.
یو شمېر غوښتونکي وايي چې پخوا د مرستو د ترلاسه کولو په موخه یا د نورو شخصي دلایلو له امله ورته کارتونه اخیستل شوي وو، خو اوس له ستونزو سره مخ شوي دي. ځینې کورنۍ ادعا کوي چې د دوی ټول غړي پاکستانیان دي، خو د کورنۍ د یوه یا څو غړو نومونه د افغان وګړو په توګه ثبت شوي او له همدې امله له قانوني او اداري خنډونو سره مخ دي.
د حقوقي چارو پوهان وایي چې په دغو قضیو کې بېلابېل موارد شامل دي. د ځینو کسانو یو مور یا پلار افغان تابعیت لري، ځینو د مالي مرستو لپاره کارتونه اخیستي وو او ځینو نورو بیا د بهرنیو هېوادونو د کډوالۍ یا پناه غوښتنې په موخه ځانونه د افغان کډوالو په توګه ثبت کړي وو.
پېښور عالي محکمې د ۱۲۷ غوښتونکو په اړه په خپل تفصیلي حکم کې ویلي چې لومړی باید له نادرا سره قانوني بهیر بشپړ شي او بیا د اړتیا په صورت کې محکمې ته مراجعه وشي. محکمې د دغو غوښتنو اورېدنه رد کړې او غوښتونکو ته یې لارښوونه کړې چې د تصفیې او تصدیق سند ترلاسه کولو لپاره نادرا ته ورشي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، نادرا مکلفه ده چې د غوښتنې له ثبت وروسته په څلورو میاشتو کې د هرې دوسیې په اړه پرېکړه وکړي. همداراز نادرا ته سپارښتنه شوې چې ټولو مراجعینو ته د غوښتنلیکونو د ثبت رسمي رسیدونه او اړین خدمات پرته له خنډه وړاندې کړي.
نادرا محکمې ته ویلي چې تر اوسه یې د ۱۷ زره او ۸۸۴ کسانو غوښتنې رد کړې دي، ځکه هغوی ونه توانېدل چې خپل پاکستانی تابعیت ثابت کړي. په عین حال کې ۲۲۰۰ کسانو ته د اسنادو تر تصدیق وروسته د پاکستاني وګړیتوب د تصفیې سندونه ورکړل شوي دي.
د ادارې په وینا، د ۶۶۳۷ نورو کسانو دوسیې لا هم تر څېړنې لاندې دي، ځکه هغوی د تصدیق بهیر د بشپړولو لپاره اړوندو ادارو ته نه دي حاضر شوي.
محکمې ټینګار کړی چې د تابعیت اړوند قضیو لپاره ځانګړی اداري میکانیزم او تګلاره موجوده ده او نادرا باید د ټولو غوښتونکو دوسیې د قانون له مخې وڅېړي او په ټاکلي وخت کې پرېکړه وکړي.


