راپور: داود جبارخیل
د راپورونو له مخې، د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۵.۲ درجې په کچه زلزله شوې ده
د امریکا د زلزلهسنځنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله نن (دوشنبه، د جون ۲۲مه) د ماسپښین شاوخوا ۲:۵۲ بجې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ سوېل لوېدیځ ته په ۴۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د زلزلې ژوروالی شاوخوا ۲۰۷ کیلومتره ښودل شوی دی.
د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم ویلي چې د زلزلې ټکانونه یې احساس کړي دي.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.


