چهارشنبه, جون 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت غونډه نن په...

د عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت غونډه نن په قلعه سیف الله کې جوړیږي

عثمان خان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هغه مخکښ مشر و چې خپل ژوند یې د پښتنو، محکومو قومونو او د ولس د حقونو د دفاع لپاره وقف کړی و. هغه د ملي یووالي، ولسواکۍ، بشري حقونو او ټولنیز عدالت لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه.

عثمان خان کاکړ د حق ویلو او د ولس د ستونزو د راپورته کولو له امله ځانګړی ځای درلود. نوموړي تل د ولس د حقونو، د قانون د واکمنۍ او د خلکو د سیاسي او ټولنیزو ازادیو ملاتړ کاوه.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مرکزي مشر خوشحال خان کاکړ ویلي چې د عثمان خان کاکړ پنځم تلین به د جون په ۲۱مه په قلعه سیف الله کې ونمانځل شي. نوموړي د ګوند له ټولو غړو، پلویانو او د پښتونخوا وطن مینه‌والو وغوښتل چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه چې دا غونډه به د عثمان خان کاکړ د ملي، سیاسي او ټولنیزو خدمتونو د درناوي ترڅنګ د هغه د مبارزې او افکارو د دوام لپاره هم مهمه وي. د ګوند مشرتابه له ټولو خلکو غوښتي چې په ټاکلي وخت او ځای کې ګډون وکړي او د غونډې د بریا لپاره خپل رول ولوبوي.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند له لوري د د پخواني مخکښ سیاستوال او سناتور عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت نن (د جون ۲۱مه) په قلعه سیف الله کې یوه غونډه جوړیږي.

د ګوند د معلوماتو له مخې، په غونډه کې به د ګوند مشران، غړي، پلویان او د بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي کړیو استازي ګډون وکړي. ټاکل شوې چې ویناوال به د عثمان خان کاکړ پر سیاسي ژوند، د پښتنو د حقونو لپاره پر مبارزې او د هغه پر فکري میراث خبرې وکړي.

عثمان خان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مخکښو مشرانو څخه و، چې د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۱مه یې وفات وکړ. د هغه د تلین په مناسبت هر کال یادغونډې جوړېږي او د نوموړي خدمتونه ستایل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه