جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفېسبوک د عاید ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل؛ نويو محتوا جوړوونکو ته...

فېسبوک د عاید ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل؛ نويو محتوا جوړوونکو ته ښه فرصت

فېسبوک د خپلو عایداتي پروګرامونو په شرایطو کې بدلون راوستی او اوس به هغه کسان هم د خپلو ویډیوګانو او نورو خپرونو له لارې عاید ترلاسه کولای شي چې ډېر فالووران نه لري.

د نوې تګلارې له مخې، فېسبوک د ځینو پاڼو او حسابونو لپاره د مونیټایزېشن شرایط نرم کړي دي، څو لا ډېر محتوا جوړوونکي وکولای شي له خپلو ویډیوګانو، ریلزونو او نورو پوسټونو څخه پیسې وګټي.

پخوا د مونیټایزېشن لپاره د فالوورانو لوړه شمېره، ډېر واچ ټایم او نور سخت شرایط اړین وو، خو اوس راپورونه وایي که یوه پاڼه یا پروفایل په ۲۸ ورځو کې ۳۰۰ زره لیدنې ترلاسه کړي، نو ښایي د فېسبوک د عایداتي وسایلو کارولو ته لاسرسی ومومي.

د ډیجیټلي رسنیو کارپوهان وایي، دا نوی شرط د پخوا په پرتله اسانه دی او هغو کسانو ته به ګټه ورسوي چې په دوامداره توګه ښه او زړه راښکونکې محتوا خپروي.

خو فېسبوک ټینګار کړی چې یوازې ډېرې لیدنې بسنه نه کوي. د عاید ترلاسه کولو لپاره باید د فېسبوک اصول، د چاپ حق قوانین او نورې پالیسۍ هم مراعات شي. د اصولو د سرغړونې په صورت کې د عاید ترلاسه کولو حق محدود یا بندېدای شي.

کارپوهان دا بدلون د نويو او کوچنیو محتوا جوړوونکو لپاره یو ښه فرصت بولي او وایي چې له دې سره به د عاید ترلاسه کولو امکانات زیات شي.

د یادونې ده چې دا اسانتیا لا تر اوسه د فېسبوک ټولو پاڼو او حسابونو ته نه ده فعاله شوې او په تدریجي ډول به وړ حسابونو ته ورکول کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه