د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د لبنان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په خبرو اترو کې مهم پرمختګ شوی دی.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ له خبرو اترو وروسته قطر او پاکستان ګډه اعلامیه خپره کړه.
عراقچي ویلي، د ایران د نفتو او پټرولیمي محصولاتو پر صادراتو لګېدلي ځینې بندیزونه لرې شوي دي. د هغه په وینا، اقتصادي محدودیتونه هم کم شوي او د ایران یو شمېر کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې شوې دي.
ایراني چارواکو تر اوسه د ازادو شویو شتمنیو د کچې او د بندیزونو د لرې کېدو د جزئیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.


