اروپایي ټولنې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره د ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته اعلان کړې، چې موخه یې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو، داخلي بېځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو ملاتړ پیاوړی کول دي.
د معلوماتو له مخې، دغه مالي مرسته به د اساسي خدماتو د پراختیا، د معیشت د فرصتونو د رامنځته کولو، مسلکي زدهکړو او د راستنېدونکو د ادغام اړوند پروګرامونو د تمویل لپاره وکارول شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، افغانستان د راستنېدونکو کډوالو د زیات شمېر له امله له پراخو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی. د راپورونو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې له ایران او پاکستان څخه نږدې ۲.۸ میلیونه بېاسناده افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.


