جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه هرنایي کې د سکرو د کان نړېدو پېښه؛ دوه کان‌کیندونکي مړه...

په هرنایي کې د سکرو د کان نړېدو پېښه؛ دوه کان‌کیندونکي مړه شول

د بلوچستان د هرنایي ولسوالۍ د خوست په سیمه کې د سکرو د یوه کان د نړېدو له امله دوه کان‌کیندونکي مړه شوي دي.

د ماینونو د ادارې د معلوماتو له مخې، پېښه د پاکستان مایننګ انډسټري د سکرو کانونو په ساحه کې د یوه قراردادي په کان کې رامنځته شوې، چې له امله یې دوه کارګر د کان دننه بند پاتې شول.

چارواکي وایي، د کان د نړېدو له کبله دواړه کان‌کیندونکي په هماغه ځای کې مړه شوي وو. وروسته کارګرو د خپلو هڅو په وسیله د ژغورنې عملیات ترسره کړل او د دواړو مړي یې له کان څخه را وایستل.

د پولیسو په وینا، د مړو جسدونه نږدې روغتون ته لېږدول شوي وو. تر قانوني چارو له بشپړېدو وروسته، جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل شول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه