شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمن: په هېواد کې د امنیت وضعیت د اندېښنې وړ...

مولانا فضل الرحمن: په هېواد کې د امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پارلمان په وینا کې ویلي، چې په هېواد کې د امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی او په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند کې خلک له بېلابېلو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، که په کشمیر کې هم ورته حالات رامنځته شي، نو دا به د هېواد لپاره لا ستره ننګونه وي. د ده په وینا، امنیتي ځواکونه چې باید پر پولو او خپلو مرکزونو کې وي، اوس د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره بوخت دي او تلفات هم ورکوي.

مولانا فضل الرحمان ټینګار وکړ چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې هېواد ملي یووالي ته اړتیا لري او حکومت باید داسې څرګندونې ونه کړي چې د سیاسي اختلافاتو او ملي وېش لامل شي.

نوموړي وویل، د دوی ګوند په وروستیو ورځو کې په چارسده او پشین کې لویې ولسي غونډې کړې چې د خلکو پراخ ګډون پکې شوی و. د هغه په خبره، دغه ډول سیاسي فعالیتونه د ولس او سیاسي فعالانو مورال لوړوي او د سولې د فضا په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

هغه زیاته کړه چې د هېواد د ستونزو د حل لپاره د سیاسي ګوندونو ترمنځ د یووالي او ګډ کار اړتیا ده، څو د ملي ګټو ساتنه وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه