شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجعفر مندوخېل: د ګوادر بندر بشپړ فعالېدل به اقتصادي بدلون رامنځته کړي

جعفر مندوخېل: د ګوادر بندر بشپړ فعالېدل به اقتصادي بدلون رامنځته کړي

د بلوچستان والي جعفر خان مندوخېل ویلي، پاکستان او بلوچستان روښانه راتلونکی لري او د ګوادر بندر بشپړ فعالېدل به په سیمه کې د اقتصادي بدلون نوې دروازې پرانیزي.

نوموړي دا څرګندونې په کراچۍ کې د چین د سرقونسل فینګ دهېنګ سره د لیدنې پر مهال کړې دي. په دې غونډه کې د چینایي پلاوي نورو غړو هم ګډون درلود.

مندوخېل وویل، ګوادر بندر دا وړتیا لري چې پاکستان د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو په مهم مرکز بدل کړي او د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي. د هغه په وینا، پاکستان کولای شي د سیمې د بازارونو، کلتورونو او صنعتونو ترمنځ د نښلونکي پُل رول ولوبوي.

هغه د پاکستان او چین د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۷۵مې کلیزې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې د اوږدمهالې دوستۍ، باور او همکارۍ څرګندونه کوي.

د بلوچستان والي زیاته کړه چې د چین پرمختللې ټکنالوژي او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې تجربې کولی شي د بلوچستان د ځوانانو د زده‌کړو او مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. د هغه په وینا، د لوړو زده‌کړو له ادارو سره ګډې همکارۍ به زده‌کوونکو ته د نړیوال معیار زده‌کړې او د مهارتونو د پراختیا فرصتونه برابر کړي.

بلخوا د چین سرقونسل فینګ دهېنګ ویلي، هېواد یې په پاکستان او بلوچستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري، په ځانګړي ډول د ګوادر او ژوب ترمنځ د بنسټیزو پروژو د پیاوړتیا، اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د خلکو د ژوند د ښه کېدو په برخو کې.

دواړو لورو د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراخولو او د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا پر دوام هم ټینګار وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه