جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان اسمبلۍ د ۱۱۹.۴۹ میلیارده روپیو اضافي بودیجه تصویب کړه

بلوچستان اسمبلۍ د ۱۱۹.۴۹ میلیارده روپیو اضافي بودیجه تصویب کړه

د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ د ۲۰۲۵–۲۶ مالي کال لپاره د ۱۱۹.۴۹ میلیارده روپیو اضافي بودیجه تصویب کړه. دغه بودیجه د پرمختیايي او غیر پرمختیايي لګښتونو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې ده.

د راپورونو له مخې، له ټولې اضافي بودیجې څخه څه باندې ۶۱.۲۹ میلیارده روپۍ د غیر پرمختیايي او تر ۵۸.۱۹ میلیارده روپۍ زیاتې د پرمختیايي لګښتونو لپاره ځانګړې شوې دي. په غونډه کې د اضافي بودیجې ۴۶ غوښتنې هم منظورې شوې.

د بلوچستان د مالیې وزیر میر شعیب نوشیرواني د غیر پرمختیايي لګښتونو لپاره ۲۱ غوښتنې وړاندې کړې چې ارزښت یې له ۶۱ میلیارده روپیو څخه اوړي. دغه بودیجه د روغتیا، انرژۍ، اوبو لګولو، ترانسپورټ، صنعت او سوداګرۍ، کب نیونې، د اعلی وزیر د دفتر او عوایدو بورډ په ګډون بېلابېلو ادارو ته ځانګړې شوې ده.

په مهمو برخو کې د انرژۍ څانګې لپاره له ۲۸.۳۵ میلیارده، د ایالتي طبیعي پېښو د مدیریت ادارې (PDMA) لپاره ۱۲.۶۷ میلیارده او د روغتیا څانګې لپاره ۵.۴۰ میلیارده روپۍ منظورې شوې. همدارنګه د سپورټ او ځوانانو چارو، ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ، کلتور او ګرځندوی او د محتسب ادارې لپاره هم بودیجه ځانګړې شوې ده.

اسمبلۍ د غیر پرمختیايي لګښتونو ټولې غوښتنې په یوه خوله تصویب کړې.

د مالیې وزیر د پرمختیايي پروژو لپاره هم ۲۵ اضافي غوښتنې وړاندې کړې چې ارزښت یې له ۵۸.۱۹ میلیارده روپیو څخه زیات و. په دغو بودیجو کې د مخابراتو او عامه ودانیو، عامې روغتیايي انجنیرۍ، لوړو زده کړو، روغتیا، ځنګلونو او وحشي ژوو، سیمه ییزې ادارې، ترانسپورټ، ښوونیزې چارې، د ښځو پراختیا او ښاري پلان جوړونې پروژې شاملې دي.

د پرمختیايي بودیجې له مهمو برخو څخه د مخابراتو او عامه ودانیو پروژو لپاره ۱۰.۶۶ میلیارده، د بېلابېلو ادارو ګډو پروژو لپاره ۱۶.۰۳ میلیارده او د بلوچستان ځانګړي پرمختیايي نوښت (BSDI) لپاره ۱۸.۶۴ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي.

چارواکي وایي، د دې اضافي بودیجې موخه د مالي کال تر پای ته رسېدو مخکې د بېړنیو مالي اړتیاوو پوره کول او په ایالت کې د پرمختیايي پروژو چټکتیا ده. د بودیجې له تصویب وروسته د بلوچستان اسمبلۍ غونډه وځنډول شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه