شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکراچۍ کې د پوهنتون سړک پر غاړه د چاودنې او ډزو راپورونه

کراچۍ کې د پوهنتون سړک پر غاړه د چاودنې او ډزو راپورونه

د کراچۍ ښار د پوهنتون سړک پر موسمیاتو څلورلارې ته نږدې د چاودنې او ورپسې د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د ځايي رسنیو په حواله ویلي، د چاودنې له غږ وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د پاکستان رېنجرز د دفترونو ته نږدې شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې عیني شاهدان وایي، لومړی چاودنه وشوه او وروسته ډزې پیل شوې.

تر اوسه امنیتي چارواکو د پېښې د څرنګوالي، د احتمالي مرګ ژوبلې او یا هم د مسؤلینو په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

بلخوا د سند ایالت د وزیراعلی ویاند ویلي، وزیراعلی سید مراد علي شاه د موسمیاتو څلورلارې ته نږدې د چاودنې او ډزو د راپورونو نوټس اخیستی او د سند له پولیسو مشر او د کراچۍ له اضافي پولیسو مشر څخه یې د پېښې بشپړ راپور غوښتی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه