شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان او ایران د تفتان پولې له لارې د رېل په ذریعه...

پاکستان او ایران د تفتان پولې له لارې د رېل په ذریعه د سوداګرۍ لپاره نوې اسانتیا برابره کړه

پاکستان او ایران د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو مهم ګام پورته کړی دی. د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اېف بي آر) د تفتان پولې د اورګاډي تمځای د وارداتو او صادراتو لپاره د ځمکنۍ ګمرکي مرکز په توګه اعلان کړی دی.

د دې پرېکړې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز توکي د اورګاډي له لارې په اسانه لېږدول کېږي، چې ورسره به د لېږد لګښتونه راکم او قانوني سوداګري پیاوړې شي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ارنا د راپور له مخې، د تفتان په تمځای کې به د توکو بارول، کښته کول، ګمرکي چارې او د وارداتو او صادراتو ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې وي.

پاکستان او ایران هوډ لري چې خپله دوه اړخیزه سوداګري پنځه میلیارده امریکایي ډالرو ته ورسوي.

کارپوهان وایي، دا پرېکړه به د ناقانونه قاچاق مخه تر یوه بریده ونیسي او د قانوني سوداګرۍ د پراختیا لپاره به زمینه نوره هم برابره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه