جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان دفاع وزارت: په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ډرون بریدونه...

د افغانستان دفاع وزارت: په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ډرون بریدونه ادعا کړې

د افغانستان واکمن حکومت د دفاع وزارت ویلي چې د دغه وزارت هوايي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د داعش اړوند څو مرکزونه په نښه کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مرکزونه د افغانستان پر ضد د بریدونو د طرحې او تنظیم لپاره کارېدل او د ګلستان، شکرآب او قمبرخېل په سیمو کې تر برید لاندې راغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له مخکې ټاکل شوي هدفونه په بریالیتوب سره ویشتل شوي دي.

د دفاع وزارت همداراز ټینګار کړی چې افغانستان به د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ ونه مني او د شته امکاناتو په کارولو سره به د دغو ګواښونو د شنډولو او له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

د دې ادعاوو په اړه تر اوسه د پاکستاني چارواکو یا نورو خپلواکو سرچینو غبرګون نه دی خپور شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه