شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کوټې د مشهور «کابل جان» رستورانت مشر محمد هاشم نورزی ووژل...

د کوټې د مشهور «کابل جان» رستورانت مشر محمد هاشم نورزی ووژل شو

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د «کابل جان» په نوم د مشهور رستورانت مشر محمد هاشم نورزی د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو وژل شوی دی.

د پولیسو په وینا، پېښه د شنبې ورځې سهار وختي د اېرپورټ پولیسو حوزې اړوند د کچلاک بای پاس پر سړک، د عثمانیه هوټل ترڅنګ رامنځته شوې ده.

پولیس وایي، محمد هاشم نورزی د کچلاک د وزیراباد سیمې اوسېدونکی و او په خپله شخصي ویګو موټر کې له خپل کور څخه د ښار پر لور روان و، چې په لاره کې پرې ناپېژاندو وسله‌والو ډزې وکړې. بریدګر له برید وروسته وتښتېدل.

د پولیسو په وینا، د نوموړي پر موټر د ګڼو مرمیو نښې موندل شوې دي.

عیني شاهدانو ویلي، پولیس نږدې یو ساعت وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل. تر هغه وخته محمد هاشم نورزی خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د هغه جسد د یوه ملګري له خوا سول روغتون ته لېږدول شوی و.

د سول روغتون یوه ډاکټر، چې د جسد معاینه یې کړې، ویلي چې محمد هاشم نورزي درې مرمۍ لګېدلې وې؛ یوه یې په سر او دوه نورې یې په لاسونو لګېدلې وې. د ډاکټر په وینا، د سر مرمۍ د هغه د مړینې لامل شوې او نوموړی په هماغه ځای کې مړ شوی و.

پولیس وایي، د پېښې د انګېزې په اړه تر اوسه څه نه دي څرګند شوي. د وژل شوي کورنۍ پولیسو ته ویلي چې له هېچا سره یې شخصي دښمني نه لرله. پولیسو د پېښې له ځایه شواهد راټول کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

محمد هاشم نورزی د کوټې له پېژندل شوو سوداګرو څخه و. هغه تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د اېرپورټ سړک پر غاړه د “کابل جان” په نوم رستورانت پرانیستی و، چې په لنډ وخت کې د ښار له مشهورو رستورانتونو څخه شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه