دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحسن نقوي: د ایران او امریکا د سولې هوکړه کې د عاصم...

محسن نقوي: د ایران او امریکا د سولې هوکړه کې د عاصم منیر رول مهم و

پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي: د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د سولې په بریا کې مهم رول لوبولی دی

پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د ایران او امریکا ترمنځ د اعلان شوې سولې هوکړې په اړه خپل غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د دې بهیر په بریا کې مهم رول لوبولی دی.

محسن نقوي په ټولنیزو رسنیو کې په خپور شوي پیغام کې ویلي چې عاصم منیر یو ځل بیا د پام وړ رول ترسره کړی او دا ځل یې هڅې یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د سیمې او نړۍ د سولې لپاره هم اغېزمنې ثابتې شوې دي.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف اعلان کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې او ټاکل شوې ده چې د دې تړون د لاسلیک رسمي مراسم د جون په ۱۹مه په سویسزرلینډ کې ترسره شي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز د قطر، سعودي عربستان او ترکیې د منځګړیتوب او همکارۍ ستاینه کړې ده.

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو له مخې، په دې هوکړه کې د لبنان په ګډون پر بېلابېلو محاذونو د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي بندېدو ژمنه هم شامله ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه