د افغانستان د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي، پاکستان د شنبې په ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي، په داسې حال کې چې د بېاسنادو بهرنیانو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کسان د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته داخل شوي دي. کمېسیون زیاته کړې چې په همدې ورځ ایران هم ۱۴۰ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښمو پُل له سرحدي لارو افغانستان ته راستانه کړي دي.
افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو دغه لړۍ داسې مهال دوام لري چې پاکستان له خپلې خاورې د بېاسنادو بهرنیانو د ایستلو تګلاره عملي کوي. پاکستاني چارواکي وايي، هغه بهرني وګړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، باید هېواد پرېږدي.
بل لور ته، یو شمېر بشري او مرستندویه بنسټونه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې ګڼ ستنېدونکي له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کېدای شي.
نړیوالو مرستندویه ادارو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، خوراکي ناامنۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی، او د ستنېدونکو کډوالو زیاتوالی کولی شي پر شته امکاناتو نور فشار هم زیات کړي.
د راپورونو له مخې، ډېری ستنېدونکې کورنۍ له محدودو امکاناتو سره هېواد ته رسېږي او د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو د ترلاسه کولو له ننګونو سره مخامخ وي.
پاکستاني چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې تر اوسه له یو میلیون او ۱۷۷ زرو څخه ډېر افغان کډوال او مهاجر له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان او ایران دواړه د میلیونونو افغانانو کوربه هېوادونه دي چې د جګړو، اقتصادي ستونزو او سیاسي بدلونونو له امله دغو هېوادونو ته کډه شوي وو.


