دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍعباس عراقچي: د ایران او امریکا هوکړه وروستي پړاو ته نږدې شوې...

عباس عراقچي: د ایران او امریکا هوکړه وروستي پړاو ته نږدې شوې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې د بشپړېدو بهیر وروستي پړاو ته نږدې شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې د بشپړېدو بهیر وروستي پړاو ته نږدې شوی، خو امکان شته چې د رسمي لاسلیک تر مخه په ځینو برخو کې بدلونونه هم راشي.

عراقچي څرګنده کړې چې خبرې اترې به په دوو جلا پړاوونو کې پرمخ یووړل شي. د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د بندیزونو د لرې کېدو، د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او د هرمز تنګی اړوند موضوعاتو په اړه بحثونه وشي.

هغه زیاته کړې چې دویم پړاو به د ایران د اټومي پروګرام او له هغه سره تړلو مسایلو ته ځانګړی شوی وي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې که د لومړي پړاو ژمنې په عملي بڼه پلې نه شي، تهران به دویم پړاو ته د تګ پرېکړه ونه کړي.

بل لور ته، د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول به د هر ډول هوکړې له عملي کېدو او د واشنګټن د امنیتي او سیاسي اندېښنو له حل کېدو سره تړلي وي.

کارپوهان باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو خبرو بریالیتوب کولی شي د سیمې پر سیاسي او اقتصادي وضعیت مهم اغېز ولري، خو لا هم د ځینو حساسو موضوعاتو په اړه اختلافات پر خپل ځای پاتې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه