د پاکستان د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د ملي اقتصادي سروې له مخې، د هېواد ټول نفوس له ۲۵ کروړو او ۲۰ لکو څخه اوښتی او ۲۵ کروړه، ۲۰ لکه او ۹ زره تنو ته رسېدلی دی.
په سروې کې راغلي چې د هېواد له ټول نفوس څخه ۱۲ کروړه، ۹۵ لکه او ۴۰ زره نارینه او ۱۲ کروړه، ۲۴ لکه او ۵۰ زره ښځې دي. د شمېرو له مخې په پاکستان کې د نارینهوو شمېر لا هم د ښځو په پرتله لوړ دی.
اقتصادي سروې څرګندوي چې د نارینهوو او ښځو ترمنځ د نفوس توپیر اوس شاوخوا ۷۱ لکو کسانو ته راکم شوی، چې د پخوا په پرتله د جنسیتي واټن د کمېدو نښه بلل کېږي.
کارپوهان وايي، د نفوس پرلهپسې زیاتوالی د هېواد پر اقتصاد، روغتیايي خدمتونو، ښوونې او روزنې، د کار پر بازار او بنسټیزو اسانتیاوو اضافي فشار رامنځته کوي. د دوی په وینا، د نفوس د چټک زیاتوالي د اغېزو د کمولو لپاره اغېزمنې پالیسۍ او اوږدمهاله پلان جوړونې ته اړتیا ده.
د ملي اقتصادي سروې له مخې، پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفوس د ودې کچه پکې لا هم لوړه ده او د دې بهیر مدیریت د حکومت له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.


