دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپېښور عالي محکمې د افغان کډوالو د تابعیت اړوند له سلو زیاتې...

پېښور عالي محکمې د افغان کډوالو د تابعیت اړوند له سلو زیاتې عریضې هوارې کړې

د پېښور عالي محکمې د هغو افغان کډوالو له سلو زیاتې عریضې فیصله کړې چې د ثبت ثبوت (PoR) او افغان تابعیت (ACC) کارتونه لري

د پېښور عالي محکمې د هغو افغان کډوالو له سلو زیاتې عریضې فیصله کړې چې د ثبت ثبوت (PoR) او افغان تابعیت (ACC) کارتونه لري او د پاکستاني تابعیت د ترلاسه کولو غوښتونکي دي.

د جسټس وقار احمد او جسټس فرح جمشېد په مشرۍ د محکمې جرګې نادرا او نورو اړوندو ادارو ته امر کړی چې د دغو غوښتنلیکونو په اړه د قانون او پخوانیو قضایي پرېکړو له مخې لازم اقدامات ترسره کړي. محکمې ویلي چې د پرېکړې تفصیلي حکم به وروسته خپور شي.

عریضه کوونکو غوښتنه کړې وه چې نادرا او نورې ادارې دې د دوی د هغو غوښتنلیکونو د وضعیت په اړه رسمي اسناد او معلومات ورکړي چې د PoR او ACC کارتونو د لغوه کولو لپاره یې سپارلي دي.

د اورېدنې پر مهال عریضه کوونکو دا وړاندیز هم وکړ چې د برېښنالیک له لارې دې د شکایتونو یو رسمي میکانیزم رامنځته شي، څو اغېزمن کسان وکولای شي خپلې ستونزې او اړوند اسناد په مستقیم ډول مسؤلو ادارو ته وسپاري.

په محکمه کې د تابعیت حق، د هویت اسنادو، د معلوماتو د تصدیق، اداري روڼتیا او د تابعیت اړوندو غوښتنو د ارزونې او پروسس په اړه بېلابېل حقوقي او اداري مسائل هم تر بحث لاندې راغلل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه