د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د افغانستان ـ امریکا ګډې سوداګرۍ خونې له مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې د پراختیا، د بهرنیو پانګهوالو د جلب او د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالرحمن قانت د افغانستان د پراخو معدني زېرمو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې د کانونو سکتور د هېواد له مهمو اقتصادي برخو څخه دی. نوموړي ویلي، وزارت هڅه کوي چې د قانوني چوکاټ او روڼو کړنلارو له لارې کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته مناسب چاپېریال برابر کړي.
هغه د افغانستان ـ امریکا ګډې سوداګرۍ خونې له لوري د پانګونې لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې د معتبرو شرکتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو په بېلابېلو معدني پروژو کې پانګونه او عملي فعالیتونه پراخ شي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کانونو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو، تخنیکي همکاریو او د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه هم د نظر تبادله کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت باور لري چې د کانونو په سکتور کې د پانګونې زیاتوالی به د هېواد اقتصادي ودې ته وده ورکړي، د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته کړي او د افغانستان له طبیعي زېرمو څخه به د اغېزمنې او دوامدارې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.


