اسرائیل د ایران له لوري د توغندیزو بریدونو تر ترسره کېدو وروسته د دوشنبې په سهار د ایران پر مرکزي او لوېدیځو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي چې د اصفهان، تبریز او پلازمېنې تهران په ځینو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، خو د دغو پېښو د زیانونو او هدفونو په اړه لا نور جزیات نه دي خپاره شوي.
ورته مهال ایراني چارواکو د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر شاوخوا فضايي حریم تړلی او د الوتنو پر تګ راتګ یې محدودیتونه لګولي دي.
د اسرائیلو پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی هوايي ځواک د ایران په لوېدیځو او مرکزي سیمو کې پوځي هدفونه په نښه کړي دي. د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو په وینا، دغه عملیات د ایراني بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
دا تازه بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د یوې دوامدارې اوربندۍ لپاره هڅې روانې وې. شنونکي وایي چې وروستیو پوځي نښتو ښايي د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی او د سولې هڅې له خنډونو سره مخ کړي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دواړو لورو د بریدونو دوام کولای شي د منځني ختیځ په کچه د پراخې شخړې خطر زیات کړي او سیمه له نوو امنیتي ننګونو سره مخامخ کړي.


