د روسیې د حکومت مرستیال الکسي اورچوک ویلي، چې د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو ستره پروژه لا هم د بحث او ارزونې په پړاو کې ده او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.
نوموړي د سن پټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په یوه غونډه کې وویل، سره له دې چې دغه پروژه له امنیتي او سیمهییزو ننګونو سره مخ ده، خو د پلي کېدو لپاره یې هڅې دوام لري. د هغه په وینا، د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ د مسیرونو په اړه بېلابېل وړاندیزونه تر څېړنې لاندې دي چې د هرات له لارې لوېدیځ مسیر هم پکې شامل دی.
اورچوک زیاته کړه، روسیه یوازې د رېل پټلۍ پر جوړولو بسنه نه کوي، بلکې د انرژۍ د لېږد لپاره د پایپلاینونو او د سیمهییزو سړکونو د پراختیا پروژې هم ارزوي.
د شنونکو په باور، د دغو ترانسپورتي او اقتصادي پروژو پلي کېدل کولی شي افغانستان د سیمې د سوداګرۍ او لېږد رالېږد په مهم مرکز بدل کړي او د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.


