د بلوچستان په مرکز کوټه او د ایالت په ځينو نورو سيمو کې د پټرولو پمپونو مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده. يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د پټرولو ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار باسي، خو حکومتي چارواکي د پټرولو د کمښت خبرونه ردوي.
د کوټې د ولسوالۍ مشر مهرالله باديني ويلي، په بلوچستان کې د پټرولو رسونه په عادي ډول روانه ده او د کمښت کومه ستونزه نشته.
د هغه په وينا، د ايراني تېلو د لېږد تر درېدلو وروسته ډېرو خلکو ځايي پټرول پمپونو ته مخه کړې، چې له امله يې د پمپونو پر وړاندې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.
باديني زياته کړه چې د بلوچستان ډېری اوسېدونکي ايراني تېل کاروي، خو له کراچۍ څخه د پټرولو منظم اکمالات لا هم دوام لري.
هغه وويل، د غوښتنې د ناڅاپي زياتوالي له امله له کراچۍ څخه اضافي پټرول غوښتل شوي، خو د هغو رسېدل يو څه وخت ته اړتيا لري. نوموړي هيله څرګنده کړه چې د اضافي پټرولو له رسېدو سره به وضعيت بېرته عادي شي.
د ولسوالۍ مشر دا هم وويل چې کله ناکله د کمښت په اړه د رسنيو راپورونه خلک اندېښمن کړي او هغوی له اړتيا زيات پټرول زېرمه کوي، چې له امله يې مصنوعي کمښت او وارخطايي رامنځته کېږي.
بلخوا، د کوټې د يوه پټرول پمپ مدير محمد عامر وايي، د ايراني پټرولو د رسولو له بندېدو وروسته د پمپونو پر وړاندې د پېرېدونکو شمېر ډېر شوی، خو له کراچۍ څخه د پټرولو په رسونه کې هېڅ ډول خنډ نه دی رامنځته شوی.
د هغه په خبره، د امريکا او ايران ترمنځ د تاوتريخوالي پر مهال د بلوچستان حکومت د خلکو د اړتياوو په پام کې نيولو سره هڅه کړې وه چې د ايراني تېلو خرڅلاو د قانوني چوکاټ له مخې تنظيم کړي، ځکه هره ورځ په ميليونونو ليټره تېل له ايران څخه بلوچستان ته راوړل کېدل.


