یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد روسیې او ازبکستان په همکارۍ د افغان ـ ټرانس رېلوې پروژې...

د روسیې او ازبکستان په همکارۍ د افغان ـ ټرانس رېلوې پروژې چارې چټکې شوې

د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو لپاره د افغان ـ ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې په اړه د روسیې او ازبکستان ترمنځ همکاري روانه ده، او د دې سترې پروژې تخنیکي او اقتصادي څېړنې هم په چټکۍ سره مخ ته ځي. کارپوهان وایي، دا پروژه به په سیمه کې د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ډېر مهم رول ولوبوي.

د روسیې د رېلوې ادارې د معلوماتو له مخې، روسي او ازبک متخصصین په ګډه د افغان ـ ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي اړخونه ارزوي. د روسي وسپنې پټلۍ شرکت مرستیال سرګي پاولوف د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د CIS رېلوې ټرانسپورټ شورا غونډې ته ویلي، چې د پروژې عملي او تخنیکي چارې روانې دي او د فزیبلټۍ اړوند مطالعات بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

د یادې پروژې له مخې به رېلوې کرښه د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل، د افغانستان د مزار شریف او کابل له لارې تر پېښور پورې وغځېږي. شنونکي وایي، دا رېلوې دهلېز به نه یوازې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي، بلکې د سیمې د سوداګرۍ او مالونو د لېږد لپاره به نوې لارې هم پرانیزي.

اقتصادي شنونکي عبدالظهور مدبر ویلي، د افغان ـ ټرانس پروژې کې د روسیې ګډون د افغانستان لپاره مهم او ګټور تمامېدلی شي. د هغه په وینا، افغانستان اوس مهال د خپلو سوداګریزو اړیکو پراخولو ته جدي اړتیا لري، او دا پروژه به د سیمې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

بل لور ته د افغانستان د عامه ګټو وزارت هم اعلان کړی، چې د دې پروژې لپاره په هېواد کې تخنیکي مطالعاتو ته تیاری نیول شوی دی. د وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې افغانستان، ازبکستان او پاکستان د پروژې د تخنیکي مطالعې لپاره د تفاهم یادداشت لاسلیک کړی او د فزیبلټۍ سټډۍ لپاره یوه کمپنۍ هم ټاکل شوې ده.

اقتصادي کارپوه میرشاکر یعقوبي ویلي، چې دا پروژه د افغانستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او د عملي کېدو په صورت کې به د هېواد جغرافیایي ارزښت نور هم لوړ کړي. د هغه په خبره، د لېږد رالېږد لګښتونه به شاوخوا ۴۵ سلنه راکم شي او افغانستان ته به دا زمینه برابره شي چې خپل تولیدات د منځنۍ اسیا، روسیې او اروپايي بازارونو ته په اسانه ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د تاشکند په غونډه کې د دې پروژې لپاره روډ مېپ لاسلیک کړی و، خو د افغانستان د سیاسي بدلونونو له امله د پروژې پرمختګ ورو شوی و. وروسته په ۲۰۲۵ کال کې کابل کې د افغانستان د عامه ګټو وزارت، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت او د پاکستان د رېلوے وزارت ترمنځ د فزیبلټۍ سټډۍ تړون لاسلیک شو، چې ورسره د پروژې د بیا فعالولو هڅې چټکې شوې.

کارپوهان باور لري، که د افغان ـ ټرانس رېلوې پروژه بریالۍ بشپړه شي، نو دا به په ټوله سیمه کې د اقتصادي یووالي، سوداګریزې همکارۍ او سیمه‌ییز اتصال یو نوی باب پرانیزي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه