یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خوړو نړیوال پروګرام خبرداری: افغانستان کې د میندو او ماشومانو د...

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری: افغانستان کې د میندو او ماشومانو د لوږې بحران لا پسې ژور شوی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د لوږې او خوارځواکۍ بحران ورځ تر بلې خطرناک کېږي، او که بیړنۍ مرستې ونه رسېږي، میلیونونه انسانان به له جدي ناورین سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال اجرائیوي رئیس سکاو کرل افغانستان ته د خپل وروستي سفر په پای کې وویل، ادارې له څو میاشتو راهیسې د روان بشري بحران په اړه خبرداری ورکاوه، خو اوس وضعیت ډېر خراب شوی دی.

هغه وویل، د ختیځ افغانستان په حصار شاهي کمپ کې یې له هغو خوارځواکو میندو او ماشومانو سره ولیدل چې د درملنې او غذایي مرستو لپاره تر دوو ساعتونو ډېر مزل کړی و، خو د غذایي موادو د نشتوالي له امله بېرته ستانه کړل شول.

د نوموړي په وینا، دا ستونزه یوازې په یوه سیمه پورې محدوده نه ده، بلکې د افغانستان په ډېرو برخو کې خلک له ورته وضعیت سره مخ دي.

د خوارځواکۍ خطرناک زیاتوالی

د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د پاکستان له لوري د پولې تړل، پرله‌پسې سېلابونه، زلزلې او د بشري مرستو د بودجې کمښت د بحران شدت نور هم زیات کړی دی.

همداراز، د منځني ختیځ د روان کړکېچ له امله د تېلو نړیوالو بیو لوړېدل او د اکمالاتي لارو ګډوډي د خوړو نړیوال پروګرام فعالیتونه سخت اغېزمن کړي دي.

د کډوالو ستنېدل او نوې ستونزې

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، روان کال تر اوسه له پاکستان او ایران څخه شاوخوا پنځه لکه کسان افغانستان ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې تېر کال هم نږدې ۲ اعشاریه ۸ میلیونه کسان بېرته هېواد ته ستانه شوي وو.

مرستندویه ادارې وایي، ډېری راستنېدونکې کورنۍ داسې سیمو ته ورځي چې هلته خلک خپله له اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ دي.

کارل سکاو وویل، ده له هغو یوازینو میندو او کورنیو سره هم لیدلي چې له کوچنیو ماشومانو سره یوازې د ځان پر اوږو وړل شوي توکي راوړي او نه د اوسېدو ځای لري او نه د راتلونکې ډوډۍ ډاډ.

د بیړنیو مرستو غوښتنه

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره افغانستان کې خپلو بشري عملیاتو ته د دوام ورکولو لپاره لږ تر لږه ۳۵۰ میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا لري.

ادارې ټینګار کړی، که نړیواله ټولنه ژر مالي ملاتړ ونه کړي او بشري مرستو ته د رسېدو لارې اسانه نه شي، نو میلیونونه میندې او ماشومان به له بشري ناورین سره مخ شي.

د خبریالانو د نیولو په اړه اندېښنې

بل لور ته، یوناما هم په افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما ویلي چې په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه درې خبریالان د سرپرست حکومت له لوري په نامعلومو تورونو نیول شوي دي.

دغه اداره وایي، د خبریالانو پر ضد د ګواښونو، وهلو ټکولو او د هغوی د وسایلو د ضبط راپورونه هم دوام لري، او غوښتنه یې کړې چې د نیول شویو خبریالانو قانوني وضعیت دې روښانه او د قانوني حقونو درناوی دې وشي.

یوناما ټینګار کړی چې ازاده، خپلواکه او خوندي رسنۍ د شفافیت، حساب ورکونې او د افغان ټولنې د هوساینې لپاره حیاتي ارزښت لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه