د خیبر پښتونخوا والي ویلي، چې د پېښور د ارباب نیاز لوبغالي تاریخي نوم بېرته پر ځای کوي او د پاکستان تحریک انصاف (پيټياېي) له لوري د دغه لوبغالي نوم عمران خان لوبغالي ته د بدلولو پرېکړه بېرته لغوه کوي.
نوموړي دا څرګندونې په خپله ایکس پاڼه خپرې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا والي لیکلي، چې پيټياېي په تېرو ۱۳ کلونو کې، سره له دې چې په خیبر پښتونخوا کې د کرېکټ ډېر استعدادونه شته او د پاکستان په ملي لوبډله کې هم ګڼ پښتانه لوبغاړي لوبېږي، یو نوی کرېکټ لوبغالی هم نه دی جوړ کړی، خو د موجود لوبغالي د نوم بدلولو پرېکړه یې کړې وه.
هغه زیاته کړې، چې د ارباب نیاز لوبغالي د تاریخي نوم بېرته راګرځول د پېښور د تاریخ او میراث د ساتنې او هغو کسانو ته د درناوي په موخه دي، چې د خپلو هڅو او لاسته راوړنو له لارې یې د دغه ولایت په ورزشي ډګر کې ونډه اخیستې ده.


