امریکايي رسنیو د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل په نږدې راتلونکي کې پر ایران د یوه نوي برید پر ترسره کولو غور کوي.
د راپور له مخې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اداره اندېښنه لري چې ایران په چټکۍ سره د بالستیک توغندیو د جوړولو وړتیا بېرته پیاوړې کوي او هڅه کوي خپل پوځي او اټومي تاسیسات تر ځمکې لاندې خوندي ځایونو ته ولېږدوي.
سرچینو امریکایي رسنۍ «سي بي اېس نیوز» ته ویلي، چې د اسرائیل پوځ له ایران سره د جګړې نوي پړاو ته بشپړ چمتووالی لري او د ایران د هر ډول احتمالي برید د ځواب لپاره په لوړ چمتووالي کې دی.
د راپور له مخې، د نتنیاهو اداره غواړي له امریکا سره په ګډه نوی پوځي عملیات ترسره کړي؛ خو لا څرګنده نه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي پوځي اقدام امر کولو ته لېوالتیا لري او که نه، او که یې وکړي، د دغه اقدام بڼه به څه وي.
ټرمپ روانه اوونۍ ادعا کړې وه چې ایران ښايي د کیمیاوي یا بیولوژیکي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو د خپلې دې ادعا لپاره یې کوم شواهد نه وو وړاندې کړي.
نوموړي چین ته له سفر څخه د بېرته راستنېدو پر مهال په یوه مرکه کې ویلي وو چې د ایران په اړه به په پرېکړه کې بیړه ونه کړي او د راتلونکي کال له پیله وروسته به وضعیت وارزوي.
د راپور له مخې، ټرمپ ښايي هر وخت خپل دریځ بدل کړي او ان که د برید پرېکړه هم ولري، ممکن مخکې له مخکې یې اعلان نه کړي.


