ایاز وزیر: پاکستان د افغانستان جنګ کې د امریکا ګټې خوندي کړې

0
20

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، پاکستان د تېرو څو لسیزو پر مهال په افغانستان پورې تړلو جګړو کې د امریکا ستراتیژیکې ګټې خوندي کړې، خو په بدل کې یې ناامني، افراطیت او وسله‌والي په میراث کې ترلاسه کړل.

هغه « وایټ نیوز» سره په یوه یوه مرکه کې وویل چې اسلام‌اباد د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد له یرغل وروسته د امریکا او لوېدیځو متحدانو ترڅنګ د افغان جهاد ملاتړ وکړ او وروسته یې د ۲۰۰۱ کال له پېښو وروسته هم د امریکا په مشرۍ د افغانستان په جګړه کې همکاري وکړه، خو د دغو دواړو پړاوونو پایلې د پاکستان په ګټه نه وې.

د نوموړي په وینا، پاکستان د شوروي ضد جګړې پر مهال د هغو زرګونو بهرنیو جنګیالیو لپاره د تګ راتګ او تنظیم مرکز شو چې د «جهاد» تر نامه لاندې افغانستان ته راتلل.

ایاز وزیر وویل، د دغو تګلارو اغېز یوازې تر افغانستان محدود نه پاتې شو، بلکې په پاکستان کې یې د وسلو، نشه‌یي توکو او وسله‌وال فکر د پراختیا لپاره زمینه برابره کړه او د هېواد پر ټولنیز جوړښت، اقتصاد او دولتي بنسټونو یې ژورې اغېزې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د افغان جګړې له لارې امریکا خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړې او شوروي اتحاد یې کمزوری کړ، خو پاکستان د دې تګلارې بیه د امنیتي ستونزو او کورنیو کړکېچونو په بڼه پرې کړه.

پخواني سفیر اوسنی وضعیت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تېرو لسیزو د پالیسیو پایله وبلله او ویې ویل چې وسله‌والي او ناامني له افغانستان سره تړلو جګړو او د ترهګرۍ پر ضد جګړې مهم میراثونه دي.

هغه وویل: «نن چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې څه روان دي، دا د هماغو پالیسیو پایله ده. دا یوه اوږده کیسه ده، خو اوسنی امنیتي وضعیت د افغانستان د جګړو له میراثه جلا نه شي ګڼل کېدای.»

ایاز وزیر همداراز د ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا په مشرۍ د افغانستان جګړې ارزونه وکړه او ویې ویل چې واشنګټن د دولت جوړونې او دیموکراسۍ د ټینګښت په خپلو اصلي موخو کې بریالی نه شو.

د هغه په وینا، امریکا افغانستان ته له روښانه وتونلارې پرته ننوتې وه او د دې هېواد د سیاسي، ټولنیزو او تاریخي واقعیتونو سمه ارزونه یې نه وه کړې.

هغه وویل، شوروي اتحاد د لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووت، خو امریکا له هغه تاریخي تجربې درس وانخیست او په افغانستان کې یې د اوږدمهاله حضور له پایلو سره مخامخ شوه.

ایاز وزیر ټینګار وکړ، که د هغه په واک کې وای، پاکستان به نه د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې ګډون کړی وای او نه به یې د امریکا په مشرۍ د افغانستان په جګړه کې ځان ښکېل کړی وای.

د هغه په خبره، د دواړو جګړو پر مهال پاکستاني چارواکو ته ویل کېدل چې د امریکا ملاتړ د هېواد د امنیت لپاره اړین دی او که اسلام‌اباد ورسره ونه درېږي، ښايي له جدي سیمه‌ییزو ګواښونو سره مخ شي؛ خو نوموړی باور لري چې دغو پرېکړو د پاکستان ملي ګټې خوندي نه کړې.

پخواني سفیر دا هم وویل چې د افغانستان جګړې نه یوازې افغانستان ویجاړ کړ، بلکې پاکستان یې هم له داسې امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړ چې اغېزې یې تر اوسه دوام لري. هغه په ټکو، «موږ د نورو قدرتونو د ګټو لپاره جګړې وکړې، خو په بدل کې مو ناامني، افراطیت او بې‌ثباتي په برخه شوه.»