د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د یوه تبلیغي مرکز د کوټې د چت لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، پېښه د باجوړ په خار ناوې ډنډ عليزو فلنګ سیمه کې رامنځته شوې، چې د یوه تبلیغي مرکز د خامې کوټې چت راپرېوتی او اووه کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
د رېسکیو ډلې د پېښې له خبر ترلاسه کولو سره سم سیمې ته ځان رسولی او تر خاورو لاندې ټول کسان یې ژغورلي دي. ټپیان تر لومړنیو مرستو وروسته د خار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د ژغورنې په عملیاتو کې د ځايي اوسېدونکو ترڅنګ د فرنټیر کور شمالي ځواک سرتېرو هم برخه اخیستې ده. د پېښې د ژغورنې چارې د باجوړ د رېسکیو د بېړنیو پېښو د څانګې مشر امجد خان څارلې دي.


