د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې د کوټې ـ تفتان پر لویه لار د امنیتي ځواکونو په ډزو کې درې افغان وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د نوشکي ولسوالۍ د کېشینګي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې له لسو ډېر افغانان په یوه فیلډر موټر کې سپاره وو.
د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو موټر ته د درېدو اشاره کړې وه، خو موټر چلوونکي د نه درېدو له امله امنیتي ځواکونو پر موټر ډزې کړې دي.
د ډزو په پایله کې درې کسان په ځای وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د وژل شویو کسانو او ټپیانو مړي او جسدونه د نوشکي ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د وژل شویو له ډلې د دوو کسانو پېژندنه د داوود خان او بلال په نومونو شوې ده. همدارنګه د ټپیانو نومونه عبدالرحمان، عبدالله، اسرار خان او اظهار ښودل شوي دي.
د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه د چارواکو رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.


