د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ګډ راپور له مخې، د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۷۹۶ افغان وګړي د قانون پلي کوونکو ادارو له خوا نیول شوي دي.
راپور وايي، د نیول شویو کسانو ډېره برخه په بلوچستان کې نیول شوې، ورپسې خیبر پښتونخوا، پنجاب او اسلاماباد راځي.
د راپور د شمېرو له مخې، د نیول شویو کسانو په ډله کې ۹۹ سلنه هغه افغانان وو چې د افغان تابعیت کارتونه یې لرل یا په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسېدل. یوازې یو سلنه نیول شوي کسان د ثبت د ثبوت (PoR) کارت لرونکي وو.
راپور زیاتوي، د روان کال له پیله تر اوسه د افغانانو د نیولو او توقیف تر ټولو ډېرې پېښې په چاغي، پېښور او کراچۍ ولسوالیو کې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۷مې پورې، ټولټال ۲۷ لکه ۵۸ زره او ۹۵۸ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
یوازې د نومبر له لومړۍ تر اوومې نېټې ۴ زره او ۶۶۲ افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې ۸۰۹ تنه یې له پاکستانه شړل شوي دي. د راپور له مخې، د تېرې اوونۍ په پرتله د افغانانو د ستنېدو کچه ۱۶ سلنه او د شړلو کچه ۱۹ سلنه کمه شوې ده.
راپور ښيي چې په دې موده کې د ستنو شویو افغانانو ۷۸ سلنه بېاسناده، ۱۲ سلنه د ثبت د ثبوت کارت لرونکي او ۱۰ سلنه د افغان تابعیت کارت لرونکي وو.
همدارنګه، د شړل شویو افغانانو ۹۸ سلنه بېاسناده او یوه سلنه د ثبت د ثبوت کارت لرونکي وو. د ثبت د ثبوت کارت لرونکو ډېری کسانو بېرته ستنېدل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د داوطلبانه ستنېدو له مرکزونو له لارې ترسره شوي دي.


