بلوچستان؛ د ګوادر او اورماړې ترمنځ د بس او ګازو ټانکر ټکر؛ ۱۰ کسان مړه او ۲۷ ټپیان دي

0
60

د بلوچستان د ګوادر ښار ته نږدې د مکران پر ساحلي لویه لاره د مسافر وړونکي بس او ګازو لېږدوونکي ټانکر د ټکر له امله ۱۰ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې مسافر وړونکی بس له ګازو لېږدوونکي ټانکر سره ټکر وکړ او دواړو موټرو اور واخیست.

پولیس وايي، د پېښې له ځایه د نورو پنځو کسانو د مړو جسدونه هم راایستل شوي، چې په دې سره د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ ته لوړ شوی دی. په وژل شویو کې د مسافر وړونکي بس اته سپرلۍ او د ګازو لېږدوونکي ټانکر دوه کسان شامل دي.

د اورماړې د پولیسو مرستیال مشر نبي بخش رونجه ویلي، چې ټول وژل شوي کسان د اورلګېدنې له امله مړه شوي دي.

د پولیسو په وینا، د دواړو موټرو ټولې سپرلۍ ژغورل شوې دي او ۲۷ ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.