قزاقستان: د افغانستان ثبات د منځنۍ اسیا پر امنیت مستقیم اغېز لري

0
34
mockups-design.com

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مختار تیلیوبردي د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره یوه مهمه موضوع بللې او د دغه هېواد د ثبات لپاره یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړي په بروکسل کې د شومان امنیتي او دفاعي درېیم فورم ته د وینا پر مهال ویلي، چې له افغانستان سره باید عملي اړیکې، بشري مرستې او اقتصادي همکارۍ پراخې شي.

د تیلیوبردي په وینا، د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره د ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو، ټرانسپورټي اړیکو او دولتي بنسټونو پیاوړتیا اړینه ده.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د نړیوالو همکاریو له لارې د ښوونیزو پروګرامونو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې د امنیتي هڅو ترڅنګ باید بشري مرستې، سیاسي تعامل او دوامدار پرمختګ ته هم پاملرنه وشي.