حال‌وش: د ایران سرحدي ځواکونو درې افغان کډوال وژلي دي

0
40

د بشري حقونو سازمان «حال‌وش» راپور ورکړی چې د ایران سرحدي ځواکونو د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درې افغان کډوال په ډزو وژلي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، پېښه د سراوان ولسوالۍ په «بچه‌راهي» سرحدي سیمه کې شوې ده. حال‌وش ادعا کړې چې سرحدي ځواکونو کډوال په سرونو ویشتلي او وروسته یې مړي تر ډبرو لاندې کړي وو.

د راپور له مخې، د وژل شویو کسانو مړي وروسته هغو نورو افغان کډوالو موندلي چې له سیمې تېرېدل.

حال‌وش ویلي چې د وژل شویو کسانو هویت لا هم نه دی څرګند شوی.