د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې دوه ځله د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
د زلزلهسنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې کچه د رېښتر په کچه ۳.۶ او ژوروالی یې ۱۲ کیلومتره ثبت شوی، چې مرکز یې د خضدار ښار سوېل لوېدیځ لوري ته ۳۴ کیلومتره لرې و.
د ادارې په وینا، د دویمې زلزلې کچه ۳.۷ وه او مرکز یې د خضدار سوېل لوېدیځ لوري ته ۴۲ کیلومتره لرې ثبت شوی دی.


